اقتصاد

په بلخ کې د زعفرانو دمحصولاتو زياتوالى

 کابل  باختر دوري دمياشتې ١٢ :
په بلخ  ولايت کې دزعفرانو په محصولاتو کې  زياتوالى راغلى دى .
دبلخ ولايت  د زعفرانو دکروندې مسوولين  دزعفرانو دتوليداتو دزياتوالي خبر ورکړ  او ويې ويل : په ١٣٩٣ کال کې  دزعفرانو حاصلات شل کيلو و  خو په  ١٣٩٤ کال کې اتيا کيلوګرامو ته لوړ شوى دى.
دبلخ ولايت  دزعفرانو دکروندګرو داتحاديې مسوول  محمدصديق کاکړ دباختر آژانس خبريال ته وويل ؛  دغه اتحاديه  له پنځو کلونو را په دې خوا په بلخ  ولايت کې جوړه شوې وه او د اتحاديې هدف  دزعفرانو کرکيلې ته دبزګرانو هڅول  او  دهغو ولسواليو پيژندنه ده چې دزعفرانو  کرکيلې ته مناسب دي. او دغه راز بزګرانو ته دزعفرانو دکرکيلې  زده کړې هم ورکول کيږي.
کاګړ څرګنده کړه  له نيکه مرغه داتحاديې د هلوځلو  او دبلخ دکرنې رياست په همکارۍ   دزعفرانو کرکيله په دغه ولايت کې کال په کال زياتيږي.
ده  زياته کړه  دبلخ ولايت دزياترو ولسواليو  هوا دزعفرانو دکرکيلې لپاره  مناسبه ده  او دکيفيت له پلوه  ډير ښه زعفران په بلخ کې توليديږ:ي .  خو دولت بايد دزعفرانو دکرکيلې دپراختيا په لاره کې له بزګرانو سره  مرسته اوهمکاري وکړي  او هغوى  ته د کوچنيو پورونو او د زعفرانو دتخم دبرابرولو په لاره کې  مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته