سیاست

دمبارکي پيغام

دافغانستان داسلامي  جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي له خوا دکانادا دصدراعظم  ستيفن  هارپر په نامه ددغه هيواد دملي ورځي له امله په دې شرحه  دمبارکي پيغام ليږل شوي دي .

  اجازه راکړي چې دافغانستان دخلکو په استازيتوب دجولاي دمياشتې دلومړې نيټي  دکانادا دملي ورځې  له امله تاسو او ددوست هيواد کاناداخلکو ته د ډيرو ښو مبارکيو مراتب  څرګند کړم .دوست هيواد کانادا  له تروريزم سره  دمبارزي او دافغانستان دبياجوړولو په کارکې  تل زموږ تر څنګ ولاړ دي او هيله لرم دافغانستان اوددوست هيواد کانادا ترمنځ اوسني دوستانه اړيکي دمتقابلو همکاريو او درناوي پربنست لازيات ټينګښت او پراختيا ومومي .

 له فرصت څخه په استفادي  سره دخپلو مبارکيو مراتب نوي کوم اوتاسو ته دروغتيا او سلامتيا اودکانادا خلکو ته د نيکمرغي  او ترقي هيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته