نړۍ

له تروريزم سره د مبارزې په لاره کې د نويو طرحو پر سر د پاکستان د سياسي ګوندونو ترمنځ اختلاف

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٦
د پاکستان حکومت د تروريزم پرخلاف د ملي اقدام د پروګرام تر عنوان لاندې د نوې طرحې په چوکاټ کې په دې وروستيو وختوکې د دغه هيواد د اساسي قانون دځينو برخو د اصلاح لپاره دوه لايحې د استازو مجلس ته وړاندې کړې دي.
خو دغه لايحې د فضل د څانګې د جمعيت العلماى اسلام ګوند له مخالفت سره مخامخې شوې دي.
د پاکستان د بېلابېلو ګوندونو استازو پرون په مجلس کې ګډون وکړ چې د دغو دوو لايحو له مخې حکومت د تروريستانو د محاکمې لپاره د ځانګړو پوځي محکمو د جوړولو غوښتنه کوي .
دويمه لايحه هم په پوځيانو پورې اړوند د ١٩٠٢ کال د قانون په اصلاح پورې تړاو لري او په دې لايحه کې حکومت د دې غوښتنه کړې ده چې د دغه قانون په اصلاح کولو سره په پوځي محکموکې دهغو ملکي وګړو دمحاکمې امکان برابرشي چې په تروريستي جرمونو يې لاس پورې کړى دى .
د دغې لايحې له وړاندې کولو څخه د حکومت هدف د تروريستي مجرمينو د محاکمې په بهيرکې غوڅوالۍ او چټکيا بلل شوې ده .
د فضل د څانګې د جمعيت العلماى اسلام د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان پرون د دغو لايحو لپاره د ټولپوښتنې له غونډې مخکې د دغو لايحو د مسودو په ځينو برخو اعتراض وکړ او ويې ويل چې بايد د دغو لايحو د مسودو د برابرولو لپاره له ګوندونو او استازو سره لازمې همغږي ترسره شي.
ده وويل: سره له دې چې د پوځي محکمو له جوړولو سره مخالف وو؛ خو په دې خاطر چې حکومت اعلام وکړي؛ هيواد په سختو او فوق العاده شرايطوکې دى؛ د دغو محکمو له جوړولو سره موافقه وکړه. خو اوس د دغو لايحو له تصويبولو سره چې حکومت له ګوندونو او استازو سره له همغږۍ پرته برابرې کړې دي؛ خو په اوسنۍ بڼه يې مخالف يو.
فضل الرحمن وويل: موږ هم عقيده لرو چې د تروريزم د جرړو د ايستلو او وچولو لپاره بايد جدي او اغيزمن اقدامات ترسره شي، خو که چيرې داسې وي چې دغه اقدامات يواځې په ديني مدرسو او موسسو پورې محدود شي؛ ستونزې به پيدا کړي.
څو ورځې مخکې د پاکستان حکومت په دغه هيوادکې د ښوونځيو، د ديني کتابونو د اصلاح غوښتنه وکړه .
په پاکستان کې دا تصور شتون لري چې درسي کتابونه او هغه افکار او عقايد چې د دغه هيواد په ديني ښوونځيوکې زده کوونکو ته لوست ورکول کيږي؛ کيداى شي په دغه هيواد کې د بنسټپالنې د ترويج سبب شي او په پاى کې د دې سبب شي چې د دغه شان ښوونځيو ځينې زده کوونکي په بنسټپالو عقيدو او افکارو سره د تروريزم په لور علاقمندي پيدا کړي.
د فضل د څانکې پاکستان د جمعيت العلماى اسلام ګوند مشر د دغو لايحو په باب د زياتو څيړنو د ترسره کولو غوښتنه کړې ده او له مجلس څخه يې غوښتي دي چې دغو لايحو ته راى ورکول دې د خپل ورځني کار له لارښود څخه وباسي چې د دغو لايحو د څيړنو لپاره زيات وخت شتون ولري.
حکومت ټينګار کوي چې د پاکستان مجلس دې ډير ژر دغو لايحو ته مثبته رايه ورکړي چې د هغو نويو پروګرامونو د عملي کولو لپاره چې د تروريزم پرخلاف د ملي اقدام د پروګرام په چوکاټ کې تعريف شوي دي؛ زمينه برابره شي او د تروريستانو پرخلاف د نويو اقداماتو د ترسره کولو په تيره بيا پوځي محکمو ته په تروريستي بريدونوکې د لاس لرلو په تور د ټولو افرادو د ليږدونې او د هغوى د چټکې محاکمې لپاره دحکومت د برلاسي زمينه برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته