سیاست

د کورنيو چارو وزير د پکتيکا ولايت د خلکو له استازو سره وکتل

کابل باختر- د کب ۱۵ مه
د پکتيکا ولايت د خلکو استازو او مشرانو د کورنيو چارو له وزير سره د کتنې په ترڅ کې د امنيت د تامينولو په لاره کې د دغه وزارت له پروګرامونو سره خپل ملاتړ څرګندکړ.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د کورنيو چارو وزير سترپاسوال مجتبی پتنګ د پکتيکا ولايت له استازو سره د کتنې له امله د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې وويل چې له پوليسو سره د پکتيکا ولايت د خلکو هر اړخيزه همکاري شته او دغه همکاري موږ د راتلوونکي او په هېواد کې د قانون د تطبيق په نسبت باوري کوي.
ده وويل چې د کورنيو چارو وزارت د امنيت د لاښه تامينولو په مقصد سيمه ييز پوليس په پرمختللو وسلو او تجهيزاتو سمبالوي.
په ولسي جرګه کې د پکتيکا د خلکو دوو تنو استازو نادرخان کټوازى او سليمانخيل د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د امنيت د تامينولو په لاره کې يې د کورنيو چارو وزارت پروګرامونه هر اړخيز وبلل او ملاتړ يې ورسره څرګند کړ او له ملي پوليسو سره يې د پکتيکا د خلکو د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته