ورزش

دفيروزې ټيم په پامير او دسرې مياشتې ټيم دبيک بير پرټيم بريالي شول

کابل –باختر دلړم اته ويشتمه:
دکابل ښار دفوټبال دغوره ليګ سياليو پرون مازيګر په دوولوبو سره دوام وکړ.
دهيواد دفوټبال فدراسيون د رسنيو مسوول احمد شاه ساير باختر آژانس ته وويل: په لومړۍ لوبه کې د فيروزې ټيم ديوې په مقابل کې په دوو سره د پامير ټيم ته ماتې ورکړ او په بله لوبه کې دسرې مياشتې ټيم دصفر په مقابل کې په يوې سره دبيک بير پرټيم بريالي شو.
دغه سيالۍ دنولسو غوره ټيمونو ترمنځ په کابل ښارکې پيل شوې دي چې په دوام يې ټکل شوې ده نن مازيګر د کابل دځوانانو ټيم دميوند له ټيم سره او د استقلال ټيم دستاره آزادي له ټيم سره لوبې وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته