سیاست

جمهور رئیس غني: خوشحال خټک د پښتو ادب په تاریخ کې د یوه بنسټګر مقام لري

کابل باختر دليند ي ديرشمه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د نابغه خوشحال نړیوال علمي ــ څېړنیز سمینار کې چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ او کابل پوهنتون په ګډه همکارۍ جوړ شوی و، ګډون او وینا وکړه. باخترآژانس ته په رارسيدلې خبرکې ويل شوي دي په دې سیمینار کې چې د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې جوړ شوی وو، جمهوررئیس غني له پښتونخوا او کوټې څخه راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل: مننه چې د نابغه خوشحال په سيمینار کې مو برخه واخیسته او د خوشحال پېژندنې پر عظیم مبحث مو د یو نوي باب او نوي فصل اضافه وکړه. محمد اشرف غني وویل: خوشحال خټک د پښتو ادب په تاریخ کې د یوه بنسټګر مقام لري. دی په حقیقت کې تر یوه طرز او سبک زیات ، د یوه ګفتمان او ډیسکورس موسس او بنسټګر دی. جمهور رئیس وویل،د خوشحال خټک د آثارو او اشعارو له بیا بیا لوستو یې نوي څه زده کړي. هغه زیاته کړه:۱۹۸۰کال کې پوره درې میاشتې د خوشحال خټک د آثارو، تاریخ مرصع او د هغه د زمانې د نورو تاریخي آثارو پر لوستلو بوخت وم. جمهور رئیس غني څرګنده کړه، هغه وخت مې غوښتل په هغه چاپېریال پوه شم چې د خوشحال خټک غوندې شخصیت پکې راڅرګند شو. هغه زیاته کړه، ده زموږ پر ژبه، فکر او لیدلوري اغېز وکړ چې تر ډېرو زمانو به دغه اثر محسوس وي. د هېواد جمهور رئیس وویل، د خوشحال او نورو کلاسیکو شاعرانو او مفکرانو د لا ښې پېژندنې لپاره د هغه وخت د درسي کتابونو لوستل حتمي دي. ځکه دغو کتابونو د وخت د اداري نظام، اجتماعي او کلتوري ژوند د چارو لپاره موثر کسان وروزل. جمهور رئیس وویل، خوشحال چې د خپلې زمانې درسي کتابونه لوستي وو، پر طب،حساب او ادبیاتو سربېره یې د دیني علومو او فقهې په اړه هم کافي معلومات لرل. هغه زیاته کړه، ځوان څېړونکي دې د هغه وخت درسي نظام معرفي کړي او په دې ډول به د مشرانو له فکر، ذوق او نړۍلید سره لا ښه بلد شي. جمهور رئیس غني بازنامه د خوشحال بابا مهم اثر وباله او زیاته یې کړه، په دې کتاب کې د باز د ښکار او تربیت په باره کې دومره جالب، مفصل او دقیق بحثونه شوي چې زما له نظره د باز د ښکار او روزنې په اړه تر باز نامې بهتره او شهکار اثر نشته. محمد اشرف غني څرګنده کړه، د خوشحال د لا ښه درک لپاره د هغه د ژوند، هنر او فکر د مختلفو اړخونو تر منځ د پیوستون پیدا کول مهم دي. هغه زیاته کړه، د خوشحال فکر او هنر د اسلامي تمدن د فکر او هنر ادامه ده. د اسلامي تمدن د اوج په زمانه کې له مراکشه رانیولې تر هند او چین پورې یو مشترک تمدن او مادي او معنوي ارتباطات وینو. جمهور رئیس وویل، زموږ یو ناسم تصور دا دی چې د عباسي دوران زوال د اسلامي تمدن زوال ګڼو، حال دا چې اسلامي تمدن له پېړیو راوروسته هم په خپل قوت کې و. که اسلامي تمدن په قوت کې نه وای، نو د خوشحال غوندې کسان به نه پیدا کېدل. هغه زیاته کړه، د خوشحال فکر، هنر او شخصیت نه یوازې د ده د ماحول محصول دی، بلکې له ټول اسلامي فرهنګ سره تعلق لري او خوشحال په تاریخي لحاظ د ستر اسلامي تمدن یو لوی وارث دی. جمهور رئیس غني وویل، خوشحال د شکسپیر غوندې ستر شاعر او هنرمن دی، خو په شاعرۍ سربېره د قوم مشري هم ورپه غاړه وه او له ده سره چې کومې ارزوګانې وې، هغه میرویس نیکه عملي کړې او احمد شاه بابا یې د تکمیل هڅه وکړه. د هېواد جمهوررئیس وویل، د افغانستان حکومت په نږدې وخت کې زموږ د یو بل کلاسیک شاعر حمید مومند د قبر د تعمیر کار پیلوي. دغه راز یې مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې په پېښور کې په افغان بلډنګ کې یو فرهنګتون ایجاد او هلته دې د مشاعرو او ادبي فعالیتونو لپاره د مناسب ځای بندوبست وکړي. جمهوررئیس د افغانستان علومو اکاډمۍ او نورو ادارو وغوښتل چې تر دې وروسته دې د پښتونخوا او کوټې د لیکوالانو او ادیبانو د آثارو په چاپولو کې فعاله برخه واخلي. جمهور رئیس غني وویل، د پښتنو خان خېلې کورنۍ په شپاړسمه او اوولسمه میلادي پېړۍ کې له ډیلي څخه تر پېښور او کابل او له کابل څخه تر کندهار او بیا هرات پورې په شاهي لویو لارو باندې مېشت وې چې د لویو لارو امنیت او سوداګرۍ کې یې مهم رول درلود. محمد اشرف غني وویل، په دغو کاروانیانو او لارویانو کې به پاچاهان، شهزاده ګان، سرداران، مشهور صوفیان، ملایان، عالمان، فقیران او تاجران هم شامل وو. په لویو لارو به د هند، منځنۍ اسیا، ایران او نورو ځایونو ډېر لوی مفکران تېرېدل او موږ دا تصور کولای شو چې د اکوړي د خان کره به یې شپې او مجلسونه وو. جمهور رئیس زیاته کړه، د اکوړي د خان حجره یوازې یو مېلمستون نه، بلکې یو پوهنتون و. دې حجرې نه یوازې خوشحال خټک د خپل وخت له پوهانو، سیاستوالو او نورو لویو شخصیتونو سره اشنا کاوه، بلکې د ولس پر ژبه یې د پوره تسلط امکان هم ورکاوه. جمهور رئیس د خانانو سلسلې ته په اشارې وویل، ځینې کسان غواړي د پښتنو دغه خاني د اروپا له فیوډالي جوړښت سره ورته وبولي، خو دا اشتباه ده. د اروپا په فیوډالي جوړښت کې اساس ځمکه ده. تجارتي مناسباتو پکې خاص اهمیت نه درلود، خو زموږ په خانیو کې اقتصادي اساس په تجارت ولاړ و او مشروعیت یې د امپراطورانو د فرمانونو په بنیاد و. جمهور رئیس له علومو اکاډمۍ او کابل پوهنتون څخه د دغه سيمینار د تابیا، له کندهار پوهنتون څخه د دروېش دراني او طاهر اثر اپريدي د قدردانۍ په مناسبت د غونډو جوړولو او د کتابونو د چاپ او د یادو کتابونو له لیکوالو او خصوصااستاد حبیب الله رفیع څخه د خوشحال خټک د شعرونو د نادرې نسخې د چاپ له امله مننه وکړه. په دغو مراسمو کې د کابل پوهنتون رئیس حمیدالله فاروقي، د علومو اکاډمۍ رئیس ډاکټر ظاهر شکیب، استاد حبیب الله رفیع، د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي رئیس محمد اسلم نسیمي او د جمهور رئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر جمهور رئیس ته د کتابونو ډالۍ ورکړه. همدارنګه د نابغه خوشال د ژوند او فن په اړه د مستند فلم له نندارې وروسته استاد حبیب الله رفیع او څېړنوال محمد فاضل شریفي د خوشال بابا دېوان د نادرې نسخې په اړه ویناوې او د هغې د خوندي کولو په خاطر سپارښتنې وکړې. ورپسې څېړنوال رفیع الله نیازي د خوشحال نړیوال علمي ــ څېړنیز سمینار پرېکړه لیک ولوست.په پرېکړه لیک کې په افغانستان کې د سترخوشحال په نا مه د پوهنتون د نومولو ترڅنګ د عالي دولتي مډال د جوړولو،د خوشحال بابا د ادبي فرهنګي جایزې، د افغانستان او پښتونخوا پوهنتونونو او څېړنیزو مرکزونو کې د خوشحال بابا د اثارو په اړه د نویو څېړنو، د افغانستان د حکومت په مرسته د یونسکو سازمان ټولو ژبو ته د خوشحال بابا د اثارو د ژباړلو، د سمینار د مقالو د ټولګې د چاپ، د یونسکو په اثارو کې د خوشحال بابا د اشعارو د نادره لاسي نسخې دثبت او همدارنګه د دغې نسخې د خوندیتوب په اړه وړاندېزونه شوي وو. دېته ورته ډاکټر اباسین یوسفزي چې په یاد سیمینار کې د ګډون په موخه له پښتونخوا څخه راغلی وو، له جمهور رئیس څخه د دغه نړیوال سیمینار او څه موده وړاندې د پښتونخوا لیکوالانو ته د مډالونو او ستاینلیکونو د ورکولو له امله مننه وکړه. هغه وویل، خوشحال زموږ د وحدت قوي فرهنګي حواله ده او لوی افغانستان دې سوکاله وي چې د وطن خلک او زموږ زړونه پرې راټول وي. یوسفزي څرګنده کړه،خوشحال بابا د افغان وطن داسې ځلانده لمر دی چې تودوخه یې پښتانه او روښنایي یې ټوله نړۍ لېدلی شي. که مو هغه نړیوالو ته رسولی وای، نو نن به د نړۍ لوی شاعر وای. هغه زیاته کړه، د خوشحال بابا فکرونه نه زړېږي او نه هم له منځه ځي، ځکه هغه د ابادې او پرمختللي ټولنې غوښتونکی وو. ښاغلي یوسفزي وویل، د کندهار، کوټې،کابل او پېښور ترمنځ یووالی د نږدېوالي نمونه ده او موږ ټول د خپلو ملي اثارو د خوندي کولو لپاره یوه خوله او همکار یوو. هغه زیاته کړه، د رحمان بابا پر مزار له کابل څخه د ور استول شویو ډبرو په هر ځل لیدو د خوښۍ او ویاړ احساس کوي، نو د اتلانو د یاد د نمانځلو دغه لړۍ دې همېشنۍ وي. ښاغلي یوسفزي څرګنده کړه، د افغانستان حکومت تل د نامتو لیکوالو غوره کتابونه چاپ کړي او زموږ په کتابتونونو کې هر دویم او دریم کتاب د افغانستان دولت له خوا چاپ شوی چې د درناوي او مننې ترڅنګ دغې برخې ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کوو.# پاى- فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته