کابل باختر د چنګاښ دولسمه :
دشبرغان دافغان ترک ليسې مديريت نن د ٥٥٠ بې وزلو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وکړه .
دشبرغان دافغان ترک دليسې مدير برهان آګ يولدوز دباختراژانس خبريال ته وويل : په دغه پروګرام کې له هرې کورنۍ سره دلسو کيلوګرامو اوړو ، لسو کيلوګرامو وريجو ، دريو ليترو غوړيو ، دريو کيلوبورې ، يوې کيلو چاى او ديوې اندازې درومي بادنجانو رب مرسته وشو .
ده زياته کړه ددغو کومکي انډيو تر څنګ يوه اندازه وچ توکي هم دغو کورنيو ته ورکړى شول .
دشبرغان دافغان ترک دليسې مدير زياته کړه دروژې په مبارکه مياشت کې هم دروژه ماتې دخيمې له لارې هره ورځ په سلو پنځه کسيزه کورنيو توکي ويشلې دي . چې دروژې په مبارکه مياشت کې کابو ١٥ زرو تنو له دغو خوړو څخه استفاده کړې ده .
1 1 دقیقه لوستل