ټولنه

د ايران مرسته پروان ته راورسېده

-کابل /دوږي ١١مه /باختر :
له درې سوه سېلاو ځپلو کورنيوسره د ايران مرستې نن پروان ته راورسيدې .
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ په کابل کې د ايران سفارت مسوولينو د دغه هېواد مرستې چې د درې سوه سېلاوځپلو کورنيو سره شوې وې په پروان کې د دغه ولايت سيمه ييزو مسوولينو ته وسپارلې .
په دغومرستو کې اوړه، غوړي، وريجې، بوره، د کبانو او د لوبيا کنسرو ،بسکويټ، فرشونه، شړۍ ، د لوښومينځلومايع ، د لاسونو مينځلو مايع، شامپواو د جامې مينځلو پودر شته چې په دغو سېلاو حپلوکورنيوويشل کېږي.
د پروان والي  فضل الدين عيار د افغانستان اوايران خلک ورونه ملتونه وبلل او د پروان له مصيبت ځپلو سره د مرستې په خاطر د دغه  هېواد له حساس څخه قدرداني وکړه.
د پروان والي وويل چې په وروستيو طبيعي پېښو کې د دغه ولايت خلکوته د سرزيات زيان اومالي تاوانونه اوښتي دي او مصيبت ځپلې بشر دوستانه مرستو په تېره بيا د استوګنې ځاى ته اړتيا لري .
هغه  له ملي اونړيوالو بنسټونو څخه وغوښتل چې په اوسنيو شرايطو کې د پروان خلک يواځې پرې نه ږدي اوله هغوي سره مرسته وکړي.  ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته