سیاست

جمهورريیس غني دپاکستان له جمهورريیس سره وکتل

کابل /دلړم ٤مه /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني تېر ماښام د عدم انسلاک غورځنګ غړو هېوادونو د مشرانو د اتلسمې غونډې په څنډه کې د پاکستان له جمهورريیس عارف علوي سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د سولې، امنیت او تروریزم سره د مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې.
د پاکستان جمهورريیس سولې ته د رسېدو په برخه کې د افغان حکومت د هڅو ملاتړ وکړ او ويې ویل، په افغانستان کې سوله د پاکستان لپاره مهمه ده.
په دې کتنه کې جمهورريیس غني وویل: سوله د افغان حکومت لومړیتوب او د افغانانو اساسي غوښتنه ده او پاکستان باید د افغانستان د سولې او ثبات په پروسه کې رول ادا کړي.
د هېواد جمهورريیس څرګنده کړه، افغانستان او پاکستان دایمي سولې او ثبات ته اړتیا لري او اوس د دې وخت رارسېدلی چې شته ننګونې پر اقتصادي فرصتونو بدلې او پر سیمه ییز اتصال تمرکز وکړو.
هغه زیاته کړه د افغانستان او پاکستان اړیکې باید د دواړو هېوادونو د ملي ګټو پر بنسټ استواره وي.
جمهورريیس غني وویل، په سیمه کې د ټاپې په څېر سترې اقتصادي پروژې کولای شي په افغانستان، پاکستان او سیمه کې د اقتصادي او سوداګریز انکشاف لامل شي.
جمهورريیس له تروریزم سره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو جدي مبارزې ته په اشارې وویل، افغان ځواکونو د داعش او دطالبانو په شمول ټولې تروریستي ډلې د ډیورنډ کرښې په اطرافو کې ځپلي دي. هغه د پاکستان له جمهورريیس څخه وغوښتل چې هغوی دې هم ورته اقدامات وکړي. جمهورريیس غني زیاته کړه، بدبختانه د طالبانو ډلې رهبران تر اوسه هم د پاکستان په خاوره کې په ازاد ډول فعالیت کوي.#پاى-ج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته