فرهنګ

حسينې ساپۍ او ډاکترسميع حامد د تيمورشاه مقبره وکتله

کابل / باختر/ د چنګاښ ٢٠ مه 
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ او د نوښتګرۍ په برخه کې        د جمهوررييس سلاکار ډاکترسيمع حامد نن په کابل کې د تيمورشاه مقبره وکتله.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په دې ليدنه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعين پوهاند محمد سول باوري او د آغاخان فرهنګي بنسټ استازى امان الله صاحب زاده هم حاضر وو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې او د جمهوررييس سلاکار د تيمورشاه مقبره وکتله.
حسينې ساپۍ د دې ليدنې په بهيرکې د هېواد د تاريخي آبداتو د ترميم او ساتنې په برخه کې د آغاخان بنسټ له همکاريو څخه په مننې سره ټينګار وکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په رياست، د علومو اکاډمۍ، د آغا خان فرهنګي بنسټ او کابل پوهنتون د استازو په ترکيب بايد يو کمېسيون جوړشي او د هغو قبرونو د ډبرو لوحې مشخصې کړي چې د تيمورشاه د مقبرې په شاوخوا کې دي.
د دې ليدنې په بهيرکې ډاکتر سميع حامد، فرهنګي برخو ته د دولت د مشرتابه د پاملرنې ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې د معاصرهنر او ادبياتو د پياوړتيا په برخه کې هم هڅې کېږي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته