امنیت

تبصـره :

کابل باختردمرغومي دمياشتې  ٢٩ :
په  کابل کې  وروستۍ تروريستي پيښې وښودله  چې  تروريستي ګواښونه  داسې پراخ او ژور اړخونه لري  چې لمبې يې نه يوازې  زموږ خلک  په اور کې اچوي بلکې نور ملتونه اوخلک هم له زيان څخه يې  په امان کې نه  دي .
دباختراژانس مبصر ليکي  :
د يوې  اوونۍ   په بهير کې  دوه  تروريستي پيښې  چې په  کابل کې  له  ځانمرګو بريدونوسره جوختې وې ثبتې شوي چې له امله يي زموږ يو شميرهيوادوال او دنورو هيوادونو يو شمير اتباع له منځه لاړل .  لکه څنګه چې هيله يې کيده طالبانو په دواړو  پيښو کې دمسووليت ادعا وکړه  او په خپله د دوى په اصطلاح د دولت  دواکمنۍ په ژورتيا کې يي  پيښه رامنځته کړه او ويي ښودله چې ګڼې دافغانستان امنيتي حالت د هغوي په شتون سره زيانمنونکى دى او هغوې هرڅه کولاى شي ښايي دغه شان ادعا وکولاى شي د يوه احساساتي طالب خوب او خيال چې دهغه دجنګيدو انګيزه  دبهرنيو ځواکونو شتون دي خو  د سترواستخباراتي پروګرامونو او دسياسي لوبو په باب  په څه نه پوهيږي ،  په حقيقت بدل کړي .
خو واقعيت په بل ځاى کې دى چې يو عادي طالب اويا ديوې ديني مدرسې عادي
مدرس اويا يو کليوالي طالب چې دطالب په پلوي  ټوپک نه شي کارولى ، اړخونه
يې پيدا کړي او ځان ته  قناعت  ورکړي  چې   په  هيواد کي يې څه تيريږي  ده په
نا اګاهانه  ډول د چا دمقصدونو او ګټو په  دفاع کې  ټوپک  پورته  کړى  دى .
  که  چيري يوازي  هغو  پيښو ته  چې  د تيرې يوې مياشتې په بهيرکې رامنځته
شوي دي  نظر واچوو  په دي   پوهيږو  چې په   هيواد کې  د   ځانمرګو بريدونو  په  ګډون  تروريستي پيښې  زياتې شوي دي .
  دغه شان پيښې په داسې حال کې په کابل او د هيواد په نورو سيموکې رامنځته کيږي چې دافغانستان دولت دځينو دلايلو له مخې له امريکا سره د امنيتي همکاريو د موافقه ليک له لاسليک کولو څخه ډډه کوي او دافغانستان ددولت    يو شرط په دغه هيواد کې دثبات داعاده کولو او دبهرنيو لاسوهنو د بندولو په باب  دنړيوالۍ ټولنې  ضمانت دي   او دکابل ښار د وزير محمداکبرخان مينې  په ساحه کې وروستۍ  ځانمرګې پيښې ثابته کړه  چې په  هيواد کې ناوړې  او  زړه بوږ نوونکې  پيښې دافغانستان دپولو په  شاوخوا کې جرړي لري  او ددغه شان پيښو عامل دسيمې له استخباراتي سازمانونو  پرته  چې د تروريستانو په  روزنه   او تروريستانو ته  په مصوونيت  ورکولو کې شهرت لري  بل هيڅ سازمان  او جريان نشي کيداى   هغه سازمانونه چې حاضر  دي خپلو مقصدونو ته  درسيدو لپاره هر خنډ او ديوال له منځه يوسي او ټول  له  يوې مخې له تيغه تير کړي .
لکه   څنګه    چې  د  لبنانيانو   په  رستورانټ کې  دوي د  افغانانو ترڅنګ   د  نورو هيوادونو  اتباع هم ووژل  نو داپه  ډاګه کوي چې دسيمې استخبارات  په افغانستان کې ټاکلي هدفونه تعقيبوي .
په داسې حال کې چې زموږ امريکايي  دوستانو پخوا د افغانستان دخلکو ستونزې دکورنى جګړې  زيږنده بللي دي  خو وروستي   پيښې د  دې څرګندوى دى چې  په يوې کورنى  جګړې سره  دافغانستان دحالت  تحليل يو کمزورى تحليل دى.
  ستونزه په دې کې ده چې په  سيمه ييزې همکارۍ  دلويديځو کړيواعتماد زياتره له خيالونو او  تيروتنو څخه سرچينه  اخيستي ده .
په داسي حال کې  چې  دسيمې استخباراتي سازمانونه  د  تروريزم    پرخلاف دمبارزي په هلوځلو کې ځان له نړيوال استخباراتي سازمان سره په يوه کرښه او په يوه هدف کې معرفي کوي خو  دعمل په ساحه کې  په خپله فکري کرښه کې روان دي  او په دې  کرښه کې له طالبانو څخه  د  وسيلې په توګه استفاده کوي .
په دي ترتيب  دسيمې استخباراتي سازمانونو  په حقيقت کې   ځان  له  نړيوالو استخباراتي سازمانونو  سره  ښکر په ښکر  کړي دي خو   په بله  لوبه کې  ځان  همکار او مدافع معرفي کوي  او له خپل دغه دريځ څخه  مالي ګټه  ترلاسه کوي .
  ښه به وي چې دنړيوالو استخباراتي سازمانونو چلوونکي  له خوب او تخيل سره  واقعيت ته مخه وکړي   دا  ومني چې دافغانستان ستونزه او  د  هغوى  ستونزه دسيمې داستخباراتي سازمانونو  د تروريست پالنې  زيږنده ده .
دغه سازمانونه بايد  خپل حکومتونه  دې ته اړ باسي چې دافغانستان ستونزه  ديوې سيمه ييزې او نړيوالې ستونزې  په   توګه    ومني او خپل ټول امکانات  دافغانستان دثبات لپاره  وکاروي  چې دافغانستان  خلک ديو مقتدر حکومت
په شتون کې  خپله اراده  تمثيل کړي  او ثابته کړي چې تروريزم په افغانستان کې وچ  شوي دي او نور به دغه هيواد دلويديځو پايتختونو لپاره  ګواښ نه   وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته