ټولنه

د کابل – جلال اباد په لویه لاره کې د ترافیکي پېښې له امله ۶تنه ووژل شول

مهترلام د ثور ۲۸ باختر
۶ تنه تېره شبه د کابل – جلال آباد په لویه لاره کې د ترافیکي پېښې له امله ووژل شول.
د باخترآژانس د خبریال د خبرله مخې ، د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي رسنیوته وویل چې د لغمان د قرغیوولسوالۍ په زانګوره سیمه کې د دوو موټرو د تکړله امله شپږتنه ووژل شول .
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې ددغو موټرودرې نورسپرلۍ ټپیان شوي دي .
دولت زي زیاته کړه چې په وژل شویو او ټپیانوکې ښخې او ماشومان هم شامل دي.
ختم ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته