امنیت

په زابل کې پنځه کيلو ګرامه اپين ونيول شول

قلات باخترد زمري د مياشتې ۲۱ مه
دزابل ولايت دامنې قوماندانۍ دنشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت له خوا د قلات ښارد باباګک په سيمه کې (5'5)کيلو ګرامه اپين ونيول شول.
د زابل دامنې قوماندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې رېيس زمري نقشبندي باختر اژانس ته وویل نشه يي توکي په يو ۳۰۳ ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو اوټاکل شوې وه چې له غزني ولایت څخه د نيمروز ولایت ته ولېږدول شي.پاى- رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته