خبرونهاقتصاد

په خوست کې د شاوخوا ۵ ميليونو افغانيو په لګښت د ۲ چکډېمونو چارې پیل شوې

کابل، د مرغومې ۱۵مه، باختر
د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په الګاډې کلي
کې د شاوخوا ۵ ميليونو افغانيو په لګښت د ۲ چکډېمونو د جوړیدو چارې پېل شوې.
د شمل خرم فرعي دريايي حوزي رئيس مولوي عبدالقيوم ثابت په دې اړه وویل چې ياد چکډېمونه د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت جوړیږي چې لومړۍ چکډېم ۴۰ متره اوږدوالی د تهداب په شمول ۵ متره جګوالی، په تهداب کې ۳،۵۰متره او په سر کې ۸۰ سانتي متره سور لري.
هغه زیاته کړه چې دويم چکډېم ۳۳ متره اوږدوالی د تهداب په ګډون ۳،۵۰ متره جګوالی، په تهداب کې ۳ متره او په سر کې ۶۰ سانتي متره سور لري چې په بشپړېدو سره به یې لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سېلابونو له زیانونو خوندي شي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د خوست ولايت صبریو ولسوالۍ اړوند څپرې درې کندې چکډېم د ۲ ميليونه افغانيو په لګښت او هم په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۲.۱۴ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه چکډېم د جوړېدو چارې پيل شوې دي‌.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته