ورزش

د دولس کلنو تنکيو ځوانانو د فوټبال انتخاباتي سيالۍ دوام مومي.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١
د دولس کلنو تنکيو ځوانانو دفوټبال انتخاباتي سيالۍ نن مازيګر په هرات ولايت کې په دوو لوبو، سره دوام مومي.
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې پړاو کې د آرش ټيم داتفاق له ټيم سره او د جامي ټيم د آريانا له ټيم سره لوبې کوي .
د ضيا دڅرګندونو له مخې: د دولس کلنو تنکيو ځوانانو دفوټبال سيالۍ پرون د دولسو ټيمونو په ګډون په هرات ولايت کې پيل شوې او دلومړۍ ورځې په سياليو کې دانصاري ، پامير ،نوايي او دافغان ټيمونو خپلې لوبې ديوې په وړاندې په يوې سره برابرې پاى ته ورسولې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته