امنیت

په پکتيا کې وروستى ځانمرګى يرغلګر وځپل شو

ګرديز باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٨ :
د هغو ځانمرګو يرغلګرو وروستى سړى چې نن سهار يې د ٣٠٣ سپين غر زون په قوماندانۍ او د پکتيا ولايت په امنيې قوماندانۍ باندې بريد کړى و، وځپل شو.
د پکتيا ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم باختر آژانس ته وويل  چې په دې پيښه کې پنځه تنه ځانمرګي يرغلګر د امنيتي ځواکونو له خوا وځپل شول.
ده زياته کړه چې په دې پيښه کې درې تنه پوليسان شهيدان او پنځه تنه نور يې ټپيان شوي دي.
د پکتيا ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې په دې پيښه کې دغه راز شل تنه ملکي وګړي ټپيان شوي چې د پکتيا دولتي روغتون ته ليږدول شوي دي.
د يادونې وړ ده چې نن سهار په شپږو بجو او ديرشو دقيقو يوې ډلې ځانمرګو يرغلګرو د  ٣٠٣ سپين غر زون په قوماندانۍ او د پکتيا ولايت په امنيې  قوماندانۍ بريدونه وکړل.
لومړى يوه ځانمرګي يرغلګر په موټرکې ځاى پرځاى شويو بمونو د امنيې قوماندانۍ د قراول بريد وکړ او وروسته يرغلګرو په ډزو لاس پورې کړ چې د امنيتي ځواکونونو له خوا يو په بل پسې وځپل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته