اقتصاد

د پیسو نړیوال صندوق د افغانستان اقتصادي اصلاحات مثبت وبلل

کابل باختر دکب شپږ ويشتمه
د پیسو نړیوال صندوق کارکوونکو د څارنې پروګرام له لارې د افغانستان د اقتصادي اصلاحاتو ارزونه بشپړه کړه او د هیواد اقتصادي اصلاحات یې مثب ارزیابي کړل. په یاده ارزونه کې د پیسو نړیوال صندوق د افغانستان ځینې اجراات تر څیړنې لاندې ونیول چې په هغوی کې د دولتي عوایدو زیاتوالی، د بانکي سیستمونو پياوړتیا او د پيسو نړیوال صندوق د مالي ریکارډ ساتل د یادونې وړ دي.
دماليې وزارت دعامه اړيکورياست باخترآژانس ته خبرورکړ.
د پیسو نړیوال صندوق چارواکو غوښتنه وکړه چې په اقتصادي اصلاحاتو کې له پرمختګونو سره، بیا هم د ځینو مسایلو په اړه باید اقدامات ترسره شي.
په تیر کال کې د افغانستان سیاسي او امنیتي حالت د اقتصادي ودې په مخ کې خنډ شو چې په پایله کې یې بیکاري او بې وزلې زیاته شوه. د وسله والو له خوا بریدونو د اصلاحاتو مخه ونیوله چې ورسره د خصوصي سکتور باور او اقتصادي فعالیتونه زیانمن شول او له هیواد څخه مهاجرت ته زمینه برابره شوه.
د پيسو نړیوال صندوق تمه لري چې د افغانستان اقتصادي وده به په 2016 میلادي کال کې د 2015 په پرتله لوړ شي، د مرستو د ترلاسه کولو په نتیجه کې د مصارفو په پرتله عواید زیات شي.
په راتلونکو څو میاشتو کې به افغان چارواکي د پیسو له نړیوال صندوق سره د اصلاحاتو په برخه کې په څو کلن پروګرام باندې کار وکړي چې له مخې به یې افغان دولت وکولی شي چې اقتصادي وده رامنځ ته کړي، خصوصي سکتور ته وده ورکړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
د پيسو نړیوال صندوق له افغانستان او ددې هیواد له خلکو سره خپلو مرستو ته ژمن دي او د دوه اړخیزه تفاهم په رڼا کې د اقتصادي اصلاحاتو له پاره په ګډه کار کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته