کابل باختر د ثور اته ويشتمه :
طالبانو له پرون راپديخوا د څرخ ولسوالۍ د پوهنې کارکوونکو ته خبر دارى ورکړى دى چې خپلې دندې ته لاړ نه شي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د باختر آژانس خبريال ته وويل: ولايت ته داسې معلومات را رسيدلي دي چې طالبانو د پوهنې کارکوونکي منع کړي دي چې خپلې دندې ته لاړنه شي؛ له دې پرته وينه يې په غاړه ده .
د لوګر ولايت د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب وايي: د طالبانو دغه خبر دارى په څرخ ولسوالۍ کې د پوهنې د بهير د کمزورتيا سبب شوى دى .
ويل کيږي د دغو ستونزو د حل کولو لپاره له قومي مشرانو سره هم خبرې شوې دي چې په له منځه وړلو يې اقدام وکړي .
0 1 دقیقه لوستل