امنیت

يوويشت تنه ډار اچوونکى طالبان ووژل شول.

-کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
يوويشت تنه ډار اچوونکى نن په بلخ ولايت کې دهوايي بريد په بهير کې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : امنيتي ځواکونو دغه هوايي بريد دبلخ ولايت دچمتال ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره کړ چې له امله يې يوويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
ديادونې وړ ده چې په دې هوايي بريد کې د ډار اچوونکو يوه اندازه جنګي وسايل هم له منځه وړل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته