فرهنګ

دهېواد ٢٣١ قلمه لرغوني اثار نندارې ته وړاندې شول .

کابل باختر د غبرګولي اتمه :
دافغانستان دلرغونو خزانو  نندارتون  دچين دولسي  جمهوريت دهنان  ايالت په جنګجوښار کې پرانستل شو .
  دغه نندارتون  څه موده مخکې  دملي موزيم درييس  محمد فهيم  رحيمي  په مشرۍ دافغانستان دهيئت ،  په بيجينګ  کې دافغانستان   دسفارت دمستشار حسين پور ،  له بهرنيو هيوادونو سره دچين د خلکو ددوستۍ دسازمان دمرستيال  اودچين په جنګجو  ايالت کې ددغه هېواد  ددولت دفرهنګي اثارو دتبادلې  دسازمان  داستازي په ګډون پرانستل شو .
  ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسمو کې  دافغانستان دملي موزيم  رييس ، دجنکجو موزيم رييس ،  له بهرنيو هيوادونو سره دچين دخلکو ددوستۍ دسازمان مرستيال او دافغانستان دسفارت  استازي  خبرې وکړې .
دوى ددواړو هېوادونو دفرهنګي اړيکو په پراختيا کې د دغه نندارتون پرانستل ګټور وبلل .
دافغانستان دملي موزيم   رييس وويل چې په دې نندارتون کې د فلول غونډى ، اي خانم ،  طلاټپې  او دبګرام له ساحو څخه دهېواد  ٢٣١ قلمه لرغونې اثار  نندارې ته  وړاندې شوي دي .
ده زياته کړه چې دغه اثار  دچين په ګډون له بېلابېلو  تمدني  سيمو سره دافغانستان دفرهنګي  اړيکو څرګندوى دي ،.
دغه اثار دتيريوکال  په بهير کې  دچين په څو موزيمونو کې  نندارې ته وړاندې شوي دي او په دې وروستيو  وختو کې  دچين په جنګجو  موزيم کې نندارې ته وړاندې شول  چې کابو پنځه  سوه زرو تنو يې ننداره وکړه  .
دافغانستان دلرغونو  خزانو نندارتون دروان کال   دچنګاښ دمياشتې تر نهه ويشتمې نيټې پورې دمينه والو پرمخ پرانستى دى .
  ختم-  ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته