فرهنګ

د يونسکو له سترګو پناه، او له حکومته هېر فرهنګي ميراثونه

ګردیز باختر د کب د میاشتې ۲۲ مه
په پکتیا ولایت کې ( د یونسکو له سترګو پنا، او له حکومته هېر فرهنګي میراثونه) تر نامه لاندې د فرهنګي میراثونو د ساتنې نړیواله ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه چې د ولایتي ادراې د مسوولینو سربېره په کې ګڼ شمېر فرهنګیانو، ځوانانو او مدني فعالانو ګډون کړی وو.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې ګڼ شمېر ویناوالو د فرهنګي میراثونو په ارزښت خبرې وکړې او له دولت څخه یې غوښتنه وکړه چې د فرهنګي میراثو په ساتنه کې جدي اقدامات وکړي.
سرچینه زیاتوي چې په جوړې شوې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین پوهاند محمد رسول باوري پيغام هم ولوستل شو چې پکې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې او يادو ميراثونو ته د نور کار په کولو پکې ځان مکلف یاد کړی وو.
په ورته وخت کې د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمدشفا مشفق له ځوانانو غواړي چې یوازې د حکومت په تمه نه شي، بلکې د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې دې خپلې مټې راونغاړي او له دولت سره دې په ګډه کار وکړي.
د مسوولینو په وینا په تېرو څو  لسیزو کې د هېواد ۷۵ فیصده تاریخي اثار او فرهنګي میراثونه یا له منځه تللي او یا هم نور هېوادونو ته قاچاق شوي دي. پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته