اقتصاد

ننګرهار د خرما د حاصلاتو د راټولولو په درشل کې

 کابل / د وږي ٢٨مه / باختر
د ترلاسه شويو شمېرنو له مخې؛ سږکال د ننګرهار په بڼونو کې ۱۵۰ ټنه خرما تولید شوي دي، په داسې حال کې چې دغه شمېر تېرکال ١٠٠ ټنه و.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست یوه مسوول باختر آژانس ته وویل چې په ننګرهار کې ډېر ژر د خرما د حاصلاتو د راټولولو بهیر پیلېږي.
هغه د کرکیلې د ساحو پراختيا او د بڼوالۍ د نويو لارو چارو په برخه کې د بڼوالو روزنه په ننګرهارکې د خرما د حاصلاتو د زياتوالي اصلي علت وباله.
ټاکل شوې ده په يو پروګرام کې د ننګرهار په ځینو برخو کې د خرما سلګونه بڼونه جوړ شي.
مسوولین هیله من دي چې د دغو بڼونو په جوړېدو سره ننګرهار په خپلو پښو ودرېږي. 
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته