ټولنه

يوې ځوانې نجلۍ دانسان تښتوونکو له منګولو څخه له ژغورنې وروسته ځان وواژه

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٣
يوې اتلس کلنې نجلۍ د پنجشير ولايت په عنابې ولسوالۍ کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه له ژغورنې وروسته ځان وواژه .
ويل کيږي فروزان له هغه وروسته په کورکې ځان وواژه چې يوه ورځ مخکې د څلورو تنو له خوا چې د همدې سيمې اوسيدونکي وو؛ د قلعه چه په سيمه وتښتول شوه او وروسته پرې ډله ييز تيري وشو او خوشې شوې ده.
دغې نجلۍ خپل کورته له رسيدو وروسته ځان وواژه.
د عنابې ولسوال غلام حسين غياثي د دغه خبر په تاييدولو سره د باختر آژانس خبريال ته وويل: د عبدالغفور او نور احسان په نومونو دوه تنه يې د دغې پيښې په اړوند نيولې دي او د دوو تنو نورو د نيولو لپاره هلې ځلې چې ويل کيږي په دې پيښه کې يې لاس درلود؛ پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته