امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په سمنګانو کې ووژل شول .

کابل باختر د  ثور  څوارلسمه :؛
څلور تنه وسله وال طالبان تيره شپه  په سمنګانو کې  له پوځيانو سره په نښته کې  ووژل شول .
دسمنګانو دامنيې قوماندانۍ وياند باختراژانس ته وويل چې دغه نښته ددغه ولايت په خرم سارباغ ولسوالۍ کې وشوه چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور يې  سخت ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه ددغې نښتې په  بهير کې دوګړني پاڅون يو پوليس ټپي شو او دغه راز دطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه شول .
  تيره اوونۍ هم پنځه تنه وسله وال طالبان دروى دواب  ولسوالۍ د نوروز په کلي کې  دپوليسو په يوې  پوستې له بريد وروسته ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
ختم_  سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته