ټولنه

په فارياب کې ښځو زياتې رايې وکارولې

ميمنه باختردتلې دمياشتې٢٩نيټ د فارياب ولايت په انتخاباتوکې له نارينه و څخه د ښځو شتون پراخ و او زياتې راى يې وکارولې. د فارياب د والي وياند جاويد بيدار د دغه مطلب په بيانولو سره باختر آژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د زياتو امنيتي ګواښونو په شتون سره سره، په انتخاباتوکې له نارينه و څخه د ښځو شتون زيات و. ده زياته کړه: د بلچراغ او کوهستاناتو په ولسواليوکې چې د وسله والو طالبانو تر کنترول لاندې دي، انتخابات ترسره نه شول. بيدار وويل: د غورماچ، قيصار، المار، شرين تګاب، خواجه سبزپوش، دولت آباد او ګرزيوان په ولسواليوکې انتخاباتي مرکزونه د لوړو امنيتي ګواښونو له امله وتړل شول. د فارياب ولايت سيمه ييزو مقاماتو دغه راز په دغه ولايت کې د پارلماني انتخاباتو د راى شمېرنې د بهير د پاى ته رسولو يادونه وکړه. د بيدار د څرګندونو له مخې، په فارياب ولايت کې د راى ورکولو د ١٢٨ مرکزونو له جملې څخه يوازې ٨٢ مرکزونه يې فعال و. پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته