خبرونهامنیت

دوه کسان د نشه يي توکو په شک پروان کې ونيول شول

٤٧- کابل/ د ليندۍ١٦مه/ باختر
پوليسو دوه کسان نن د نشه يي توکو په شک پروان کې ونيول.
د پروان د امنيې قوماندانۍ وياند سيلم نوري باخترآژانس ته وويل پوليسو دغه کسان د پروان د سالنګ ولسوالۍ په شکارګاه سيمه کې هغه وخت ونيول چې ٨ کيلوګرامه چرس او يو کيلو اپين يې د يو کرولا موټر په واسطه کابل ته لېږدول.
هغه وويل نيول شوي کسان تر توقيف لاندې دي او قضيه تر څېړنې لاندې دى.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته