کندز باختر دوږي دمياشتې اوومه نيټه :
د کندز ولايت په چاردرې ولسوالۍ کې پرون ٢٧ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستيال جګړن نصرت الله جمشدي باختر آژانس ته وويل: اووه ويشت تنه وسله وال مخالفين د يوه نقاب لرونکي دښمن په ګډون په ځانګړو عملياتوکې ووژل شول.
جمشيدي زياته کړه: په دغو عملياتوکې شپږ تنه ډار اچوونکي ټپيان شوي او د دښمن دوه تنه له يوې داشکې او يو بم يو سره د خاصې قطعې د ځواکونو له خوا نيول شوي دي .
4 د یوې دقیقې څخه لږ