ټولنه

په بلخ کې د بشريت د منجي ميلاد ونمانځل شو

کابل/ دلړم٢٠مه/باختر
د بلخ د حج او اوقافو رياست او د اسلامي اخوت شورا نن په يوه غونډه کې د اسلام  د ستر پيغمبر (ص) نېکمرغه ميلاد ونمانځه.
د باختر آژانس د خبرله مخې: دغه غونډه چې د حج او اوقافو رياست او د اخوت شورا د مسوولينو، عالمانو، د جوماتونو د امامانو، د ديني مدرسو د زده کوونکو، محصلانو او د مزارشريف ښار د يوشمېر خلکو په ګډون د مبارکې روضې په جامع  جومات کې جوړه شوه؛ ويناوالو د اسلام د ستر پيغمبر (ص) د نېکمرغه ميلادي ستر پيغام او زيرې په ټولنه کې سوله، اخوت، روغه جوړه او ورورولي وبلله او ويې ويل  چې بايد ټول مسلمانان پرې عمل وکړي او له وسله والو مخالفينو څخه يې وغوښتل  چې له جګړې او وينې تويولو څخه لاس دې واخلي او د سولې له بهير سره يوځاى شي.
دوى دغه راز له خلکو په تېره بيا ځوانانو څخه وغوښتل چې د نبي اکرم (ص) د لارښوونو په پيروۍ سره خپل راتلونکي ځلانده کړي او خپلو خلکو او ټولنې ته خدمت وکړي.
ختم-شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته