اقتصاد

په بلخ کې د ميوې نندارتون پرانيستل شو

کابل/ باختر/  د غبرګولي ٢٦مه
په بلخ ولايت کې د ميوې نندارتون پرون د کرنې، اوبولګولو او مالداری وزير له خوا پرانيستل شو .
په دغه نندارتون کې د بلخ او سمنګانو ولايتونو د بڼوالو ۲۷ ډوله تازه ميوې د يوې ورځې لپاره نندارې ته وړاندې شوې.
د کرنې، اوبولګولو او مالداری وزير د دغه نندارتون د پرانيستلو په وخت کې وويل چې بلخ ولايت ته په خپل دوه ورځني سفرکې د ۸۰۰ ميليونو افغانيو په لګښت څو ټولګټې کرنيزې پروژې پرانيزي.
يوشمېر بڼوال او بزګران د خپلو ميوو له حاصلاتو څخه خوښ دي، خو  د بازار او د ميوو د حاصلاتو د ساتلو د سيمې د نشتوالي له امله شکايت کوي او وايي چې دولت بايد بزګرانو او بڼوالو ته د ميوو د پلورنې زمينه برابره کړي او د ميوو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې کړي .
د کرنې، اوبولګولو او مالداری وزير بزګرانو او بڼوالو ته ډاډ ورکړ چې دغه وزارت د هغوی د ستونزو د حل لپاره هلې ځلې کوي ترڅو د هېواد په کچه ۸۰ سړه خونې جوړې کړي.
  ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته