ټولنه

دهرات ولايت په کرخ ولسوالۍ کې دترافيکي پيښې له امله ديوې کورنۍ درې تنه غړي ووژل شول

کابل باختر دوري  دمياشتې ٤ :
دهرات ولايت  دکرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې   په دوو ترافيکي پيښو کې درې تنه ووژل شول او نهه تنه نور ټپيان شول.
دهرات ولايت  دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو مسوول سمونوال عبدالروف احمدي دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې لومړۍ پيښه  دکرخ ولسوالۍ بازار ته څيرمه ديو کرولا موټر  دچپه کيدو زيږنده وه  چې له امله يې ديوې کورنۍ درې تنه غړي ووژل شول  او اووه تنه نور ټپيان شول.
ده زياته کړه چې دغه ترافيکي پيښه هغه وخت رامنځته شوه  چې موټر په زيات کړنديتوب سره  روان و او دپسونو  له رمې سره مخامخ شو اوله سړک څخه واوښت او چپه شو.احمدي زياته کړه:  په بله پيښه کې  چې په همدې ولسوالۍ کې  دوسله والو طالبانو او دامنيتي ځواکونو ترمنځ دنښتې له امله رامنځته شوه  يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته