فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د ایکو سازمان له کلتوري مشر سره وکتل

کابل – باختر د وږي د مياشتې ٣مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیرښاغلي عبدالباري جهاني، د ایکو سازمان له کلتوري مشر ښاغلي ډاکټر افتخارحسین سره د افغانستان پر کلتوري څرنګوالي او د ایکو سازمان سره پر اړیکو بحث وکړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ایکو سازمان کلتوري مشر او ورسره علمي پلاوي غړو چي د هندوستان، تاجکستان، پاکستان او ایران څخه د مولانا جلال الدین محمد بلخي علمي سیمینار ته، راغلي ول، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشر تابه څخه د ګرمي مېلمه پالني او موثر کلتوري ګام پورته کولو له مخي مننه وکړه.
دغه راز، په دغه ناسته کي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرنیزو چارو معیني مېرمن مژګان مصطفوي او په ایران کي د افغانستان کلتوري آتشه ښاغلي افسر رهبین د خداوندګار بلخ تر عنوان لاندي د مولانا جلال الدین محمد بلخي د علمي سیمینار د جریان رپوټ وړاندي کړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، مولانا افغانستان ته منسوب، د ټولي اسلامي ټولني او نړۍ ویاړ وباله او دا یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دنده وګڼله چي د خپلو مشاهیرو او ویاړنو درناوی او یادونه وکړي.
ښاغلي جهاني د مولانا د فکر په خپراوي، علمي څېړنو او ادبي پنځونو کي د بېلابېلو هیوادونو څخه د راغلو علمي شخصیتونو هڅي وستایلې او له خپله اړخه یې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ څرګند کړ.
د یادوني وړ ده چي د ایکو سازمان په ملاتړ، د مولاناجلال الدین محمد بلخي په هکله د خداوندګار بلخ تر عنوان لاندي سیمینار د وږي ( سنبلې ) پر لومړۍ په بلخ کي پیل سوی، نن په کابل کي دوام لري.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته