امنیت

اته وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۹ مه
په قندهار کې اته وسله وال طالبان په هوايي بريد کې ووژل شول .
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په ميانشين ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې پر موټر سايکلونو سپاره او په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په هوايي بريد کې د يوه سيمه یيز قوماندان په ګډون ۸ وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه وويل چې دغه وسله وال طالبان په داسې حال کې چې پر موټر سايکلونو سپاره او په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو، پوځيانو پرې بريد وکړ.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې پوځیانو په قندهار کې د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
امنيتي ځواکونو نن سهار د دغه جنوبي ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه ۸ ماينونو کشف او شنډ کړل.
  ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته