امنیت

په لغمان کې دوه ملکي وګړي دطالبانو په راکټي بريد کې ټپيان شول .

-کابل / دثور ١٧مه / باختر :
دوه تنه ملکي وګړي  په لغمان ولايت کې دطالبانو دډلې په راکټي بريد کې ټپيان شول .
دغه پېښه پرون  هغه وخت رامنځته شوه چې طالبانو  ددولت شاه ولسوالۍ په بازار راکټي بريد وکړ .
  دهېواد په ختيځ کې دسېلاب قول اردو  ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي  چې دطالبانو په دې راکټي بريد کې  دوه ملکي وګړي ټپيان شول او داستوګنې څو کورونه ويجاړ شول .
دلغمان د روغتون ډاکټرانو ددغې پېښې ديو ټپي  روغتيايي حالت خراب بللى دى .
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ديوبل خبرله مخې، پوليسو  دلغمان  له ګڼ مېشتو لارو څخه دلسو ماينونوپه کشفولو سره  ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
ختم _ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته