فرهنګ

مرغه د لومړي ځل لپاره د چاپ په ګاڼه سمباله شوه

قلات باختر د وږي د میاشتې ۱۹ مه
"مرغه" په زابل کې خپلواکه، ناپېیلې،علمي، مذهبي، تاریخي،کلتوري له افغاني او اسلامي اساساتو سره سمه درې میاشتنۍ مجله ده، چې د عيسی محمد ذاهد په نوښت سره له چاپ څخه د را وتلو په ویاړ یې د زابل مرکز کلات ښار د ښاروالۍ د غونډو په تالار کې مخ کتنه د سلګونو مینوالو په شتون کې وشوه.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
لسګونو مشرانو، لیکوالانو او ادب پالانو د مرغې مجلې په تړاو خپلې هر اړخیزې مقالې د غونډې ګډون والو ته واورولې.
لیکوالو مرغه د زابل،قندهار،غزني،پکتیا،ږوب او پښین د ولسونو د یووالي د بخت فال او د وحدت محور وبلله او د دغو سیمو پر مېشتو لیکوالانو، شاعرانو او ملي تجارانو یې غږ وکړ چې مرغه له لویدلو وژغورئ.
د غونډې ګډون والو د معمول سره سمه دغه کلتوري او فرهنګي غونډه په تودو ولولو تر پایه بدرګه کړه.
پاتې دې نه وي چې  د څېړندوی حبیب الله "رفیع" لیکوال محمد معصوم "هوتک" عبدالمالک "همت" استاد عبدالغفور"لېوال" او د نورو ليکوالانو لیکنو د مرغې ښکلا یو په دوه کړې ده.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته