ټولنه

څه د پاسه ١٠٠ کورونه د سيلاو له خطر څخه خوندي شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٤
د سيل بُر دوه پروژې نن په باميانو ولايت کې ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې.
د باميانو والي محمد طاهر زهير د باختر آژانس خبريال ته وويل : دسيل بُر دوه پروژې د ٥٨٥ مترو په اوږدوالى د (اې- او- ام) موسسې په مرسته د پنځو مليونو افغانيو په لګښت د باميانو ولايت د مرکز ه وژ درکلي کې جوړې شوې دي چې نن ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې.
زهير د دغو پروژو د پرانستلو په وخت کې د (اې- او- ام) له موسسې څخه مننه وکړه او د نړيوالې ټولنې مرستې يې مهمې او ضروري وبللې.
په باميانوکې د (اې- او- ام) موسسې مسوول مير آقا نصرت د دغو سيل بُرونو د ارزښت په باب وويل چې څه د پاسه سل کورونه د سيلاوونو د راوتلو له خطر څخه خوندي شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته