ټولنه

د افغانستان هليکوپټرونه په مسکو کې ترميميږي

کابل/ باختر د لړم د مياشتې ١٦مه :
په پخوانى شوروي اتحادکې جوړ شوي شپږ پوځي هليکوپټرونه په روسيه کې له اساسي ترميمولو وروسته بيا د افغانستان په واک کې ورکول کيږي .
  د باختر آژانس د خبرله مخې:
د هند د هوايي ځواکونو يوه ډله کارپوهان په دې وروستيو وختوکې د پخوانيو پوځي هليکوپټرونو د څيړنې په مقصد افغانستان ته راغلي وو چې د څيړنې په پاى کې دې نتيجې ته ورسيدل چې د الوتکو د بيا رغاونې کار د هند په هوايي ځواکونوکې ترسره کيږي، خو بشپړه بيا رغاونه يې د هند په لګښت په روسيې کې ترسره کيږي .
د دغې موضوع په اړوند هند غواړي چې له مسکو سره موافقې ته ورسيږي.
په رسنيوکې داسې رپوټونه هم خپاره شوي دي چې نوي ډيلي او مسکو په دوه اړخيزو خبروکې د هغو پخوانيو الوتکو او تجهيزاتو د بيا رغاونې او ترميمولو د يو مرکز د پرانستلو لپاره چې اوس په روسيه کې نه کارول کيږي؛ موافقې ته رسيدلي دي .
  ختم_  ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته