ورزش

د دولتي ادارو د فوټبال د سياليو اتل مشخص کيږي

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٢٨
په کابل کې د دولتي ادارو د فوټبال د سياليو وروستى پړاو نن ترسره کيږي.
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې پړاو کې د ماليې وزارت او د چارو د ادارې ټيموته لوبه کوي.
د قيومي د څرګندونو له مخې : د دولتي ادارو د فوټبال سيالۍ له څو اوونيو راپه دې خوا د نهو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې د ماليې وزارت او د چارو د ادارې ټيمونو وکولاى شول د دغو سياليو پاى لوبې لاره ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته