ټولنه

په جوزجان کې د واورې اوسړې هوا له امله د ٢٧ تنو وژل کيدل

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٨:
په جوزجان ولايت کې دسختې واورې  اوسړې هوا له امله اووه ويشت تنه          ووژل شول.
دغه قربانيان چې زياتره يې ماشومان دي د څه ناڅه دريو ورځو په بهيرکې  ددرزآب په لرې پرتې  ولسوالۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکړي  دي.
د واورې دسخت اورښت له امله عمومي واټونه او نورو ولسواليو ته مواصلاتي لارې تړل شوې دي  او خلک نه شي کولاي روغتيايي مرکزونو ته لاره پيدا کړي.
دجوزجان ولايت ددرزآب ولسوال وايي  چې ددغې سختې واورې اوريدو له امله ديوه کور چټ نړيدلى دى  چې له امله يې ديوې ميرمنې اويوه ماشوم په ګډون شپږ تنه ټپيان شوي دي.
دجوزجان دوالي وياند دواورې داورښت او دسړې هوا له امله  د اووه ويشتو تنو وژل کيدل تائيدوي او وايي چې دلارو دبيرته پرانستلو لپاره هلې ځلې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته