کابل باختر دغويي دمياشتې ١٢ نيټه :
د بغلان ولايت په بنو ولسوالۍ کې څه ناڅه دوه سوه پنځوس کورنۍ د څښاک له پاکواوبو څخه برخمنې شوې .
د بغلان ولايت د کليود بيا جوړولو اوپراختيا رياست وياند محراب الدين ابراهيمي د باخترآژانس خبريال ته وويل ؛ چې اته نيمه ژورې څاګانې د بغلان ولايت د بنو ولسوالۍ د شاکش په کلي کې ګټې اخيستې ته وسپارل شوې .
د دغې پروژې لګښت چې درې ميليونه افغانۍ دي دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت له بودجې څخه ورکړ شوى دى .
ابراهيمي زياته کړه؛د دغې پروژې په تطبيق سره څه د پاسه ٢٥٠ کورنيو د څښاک له اوبو څخه ګټه واخېسته اوپه پام کې ده چې؛ په روان کال کې د دغې ولسوالۍ په دوو نورو کليو کې څو نورې ژورې څاګانې وکېندل شي.
ده زياته کړه چې تېرکال هم د اوبو په لسګونو څاه ګانې د بغلان ولايت دکليو د بيا جوړولو او پراختيا د رياست له خوا د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې کېندل شوي دي.
1 1 دقیقه لوستل