امنیت

په ننګرهارکې د طالبانو او داعش ترمنځ مرګانۍ نښتې

کابل باختر دوري درې ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې د وسله والو طالبانو او د داعش په ډلو پورې د اړوندوکسانو ترمنځ نښتوکې تېره شپه څه ناڅه شپږ تنه ووژل شول او ديارلس تنه نور ټپيان شول.
دافغانستان په ختيځ کې د پوليسو يوه قوماندان د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتوکې د داعش او د طالبانو د ډلو شپږ تنه غړي وژل شوي او ديارلس تنه نور ټپيان شول .
ده وويل چې دننګرهار ولايت په ځينو سيموکې نښتو تر نن سهار پورې دوام درلود.
د افغانستان په ځينو سيموکې د داعش د ډلې له فعاليت څخه تر اوسه پورې دغه ډله له طالبانو سره په نښتوکې لتاړه ده.
دغه دواړه ډلې يو بلې ردوي او د يوې بلې پرخلاف جنګيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته