ټولنه

د نږدې يو ملیون افغانيو په لګښت په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د اوبو زېرمه جوړيږي

ګردیز باختر د لړم د میاشتې ۱ نېټه
د نږدې يو ميليون افغانيو په لګښت د پکتيا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د کليو د بیارغونې او پراختيا وزارت له خوا له سيمه ييزې شورا سره د څښاک د اوبو رسولو قرارداد لاسلیک شو.
سلا کار وزیر او د پکتیا والي شميم خان کټوازي د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې، د پايپ سکین دغه پروژه ۷۰۰ متره اوږدوالی لري، چې چارې به یې په راتلونکو دوو مياشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
کټوازي زیاته کړه چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د ځاځي اریوب ولسوالۍ د کوټکي سيمې ګمرک،کلینيک او د دغې سيمې شپېته کورنې د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمن شي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته