امنیت

د ملي امنيت شورا: د فرخندې د کورنۍ حثيت دې اعاده شي

 کابل باختر دوري  دمياشتې ١٣ :
د ملي امنيت د شورا غونډه پرون د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمداشرف غني په مشرۍ د جمهوري رياست په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د امنيت شورا په غونډه کې لومړى په سيمه کې د امنيتي حالت په باب خبرې وشوې او لارښوونه وشوه چې د هېواد د درنو عالمانو، روحانيونو او د سياسي او جهادي مشرانو د نظريو او سلامشور په پام کې نيولو سره دې، د افغانستان  د اسلامي جمهوريت دولت د يمن د امنيتي حالاتو په باب خپل رسمي دريځ اعلام کړي.
د غونډې په بله برخه کې د فرخندې د شهادت د پيښې د حقيقت موندلو هيئت رييس مولوي محى الدين بلوڅ د خپلو څيړنو رپوټ غونډې ته وړاندې کړ او ويې ويل چې د خپلو څيړنو نتيجې به  په يوه خبري غونډه کې د افغانستان له خلکو سره شريکې کړي.
د ملي امنيت د شورا غونډې ددغه هيئت د تحقيقاتو د نتيجو په رڼاکې د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت لوى رياست ته لارښوونه وکړه: هغه مجرمين چې لا تر اوسه پورې تښتيدلي دي؛ ونيسي او د قانون منګولوته يې وسپاري.
دغه راز لوى څارنوالۍ ته لارښوونه وشوه چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دې  د متهمينو د دوسيو په پام کې نيولو سره د هغو پرخلاف دعوا اقامه کړي.
دغه راز په غونډه کې وپتيل شوه چې د فرخندې د کورنۍ د امنيت د تامينولو او هم د هغوى د حيثيت د اعاده کولو لپاره دولت  لازم اقدامات ترسره کړي.
وروسته د شاه دوشمشيره ( ع) ته څېرمه د واټ د نومولو موضوع چې د خلکو له خوا پخوا د شهيدې فرخندې واټ په نامه نومول شوى دى؛ وڅيړل شوه او پريکړه وشوه چې موضوع دې په رسمي ډول کابل ښاروالۍ ته ابلاغ شي او دغه واټ دې په رسمي ډول د شهيدې فرخندې واټ په نامه ونومول شي .
د غونډې په پاى کې د هېواد امنيتي او کشفي ارګانونو زموږ د هغو ٣١ تنو  هېوادوالو په باب چې د تروريستانو له خوا تښتول شوي دي؛ خپل رپوټونه وړاندې کړل.
په غونډه کې دغه راز لارښوونه وشوه چې  تر ښې واحدې او همغږې رهبرۍ لاندې د تښتول شويو هېوادوالو د موندلو او خلاصون په باب جدي اقدامات وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته