امنیت

١٠٤ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر د تلې  پنځلسمه :
دهېواد امنيتي ځواکونو د ٤٤ عملياتو په ترسره  کولو سره ١٠٤ تنه ډار اچوونکي يې ووژل .
  يوه امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل  امنيتي ځواکونو ١٦ ځانګړي عمليات، شپږ هوايي عمليات او ٢٢ ګډ عمليات د هېواد په بيلابيلو سيموکې ترسره کړل چې له امله يې  ٨٩ تنه طالبان وژل شوي  ٥٣ تنه نور ټپيان او ددغې ډلې  نهه تنه  نور نيول شوي او ١٥ تنه داعشيان وژل شوي دي .
ديادونې  وړ ده چې په دغو عملياتو کې ١٢ تنه انسان تښتوونکي  څلور تنه قاچاق وړونکي نيول شوي ١١ ميله وسلې،  ١٥ ماينونه کشف او دحقاني دشبکې دتروريستي ډلې يو غړى نيول شوي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته