فرهنګ

د ننګرهار تاريخي آبدې او آثار بیارغونې او پاملرنې ته اړتيا لري

۳۶ – کابل / د لړم ٢۷مه / باختر
د ننګرهار تاريخي آبدې او آثار بیارغونې او پاملرنې ته اړتيا لري چې په رغېدو سره به یې د ګرځندوی په برخه کې پیاوړتیا رامنځته شي.
له دغه تاريخي آبدو څخه د جلال آباد شاهي ماڼۍ، سراج العمارت بڼ، باچا خان او شاه غازي امان الله خان مزار رغېدلي او ځينې د رغولو په حال کې دي؛ خو یو شمېر تاریخي ځایونه او آبدات د منځه تللو له ګواښ سره مخ دي.
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د بودايانو لرغونې معبدونه، استوپې، د بحرآباد سمڅې، چهارباغ صفا، د بابر تخت، راه کلان، د غوچکو معبدونه، د درونټې معبدونه او داسې نور مهم آبدات شته چې که پاملرنه ورته ونه شي، د له منځه تللو اندېښنې یې شته.
جلال آباد قصر، شام محمود بڼ، ذخیره بڼ، غلام حیدرخان بڼ، د کوکب قصر، د سراج المارت بڼ او قصر، د امير شهيد بڼ او جومات، د جلال آباد شاهی قصر، لرغونې هډه، د اميرخېلو استوپه، د شتر هډې تپه، د پيشوري کهنه مسجد او د مملې بڼ، حضرتانو جومات هم مهم او تاريخي آبدې او ځايونه دي.
دغه راز په دغه ولايت کې د سترو او مهمو اشخاصو زیارتونه هم شتون لري چې مشهور يې د شاه فيض الله آغا مزار، نجم الدين اخوند زاده مزار، ډولکی بابا زيارت، مياعلي صاحب، موی مبارک، سلطان پور حسينی سفلا، د حاصب ولي زيارت، د مياسرخان بابا زيارت، د ابدال بابا زيارت، د افضل غازی زيارت، د ستوله بابا زيارت، اخند ميا زيارت، یاسين غونډۍ، د دکې لمسي، اخوند موسی بټي کوټي، مياشرف، ګردی غوث، باچا خان او داسې نورو مزارونه هم موجود دي.
په ننګرهار کې يو موزيم هم شته چې د هډې موزيم په نوم يادېږي، دغه موزيم د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند دی چې ډېر لرغونتیا لري او د کورنيو جګړو په ترڅ کې څو ځله وران شوی او بيا يو اندازه جوړ شوی دی.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هم مني چې په ننګرهار کې تاریخي ځایونه او آبدې د منځه تللو له ګواښ سره مخ دي، خو وایي چې خپلو اړوندو ادارو او وزارت ته یې په دې تړاو راپور ورکړی دی.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رحیم الله خوږیاڼی وایي چې د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې تاریخي ځایونه، استوپې او قبرونه شته چې قدامت یې زرګونو کلونو ته رسېږي.
دی وایي چې ننګرهار د ګندهارا مرکز و او له هماغه وخته پکې بېلابېل د ریاست اړوند ځایونه او آبدات شته خو تر اوسه یې د ټولو د رغېدو کار نه دی پیل شوی.
خوږیاڼی وایي: که د ننګرهار تاریخي ځایونه او آبدات ورغېږي، د ګرځندوی صنعت به ورسره وده وکړي چې له دې سره به د داخلي ګرځندویانو شمېر زیات شي او له بلې خوا به د سیمې په عایداتو کې هم ډېروالي راشي.
د نملې بڼ چې په ممله باغ هم مشهور دی، په افغانستان کې د مغلو د واکمنۍ راهیسې پاتې، ويل کېږي چې دغه باغ شاه جهان پاچا د خپلې لور نملې په نوم جوړ کړی، ياد باغ د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې موقعیت لري.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته