کابل باختردليندي اتلسمه :
پوليس ديوې کورني دلسو تنو غړو د مرموزې وژنې په باب تحقيقات پيل کړې دي چې تيره شپه دکابل دپنځه سوه فاميليو په ساحه کې ووژل شول .
باختراژانس دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ د عملياتي مرستيال حق نواز حقيار له خولې خبرراکړ ، چې په قربانيانيو کې څلور ميرمنې يو څلورکلن ماشوم او پنځه نارينه شامل دي چې تيره شپه ددوو بجو په شاوخوا کې په خپل کور کې وژل شوي دي .
حقيار دغه وژنې مرموزې وژنې بولي چې پوليس په دې باب تحقيقات پيل کړي دي .
ددغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ