ټولنه

دواټونو جوړول او په کار کې دکيفيت څرنګوالي .

کا بل باختر د تلې اوولسمه :
دهېواد داقتصادي  ودې په موخه  دمواصلاتي او ترانزيتي واټونو جوړول ، دافغانستان ددولت دکاري لومړيتوبونو يوه برخه ده او دغې  موخې ته درسيدو په مقصد به له هرامکان او انتخاب  څخه کار واخستل شي .
  دباختراژانس مفسر ليکي: دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني په شتون دپلخمري ، باميانو دمواصلاتي سړک دجوړولو قرارداد پرون دفوايد عامې وزارت له خوا له يوه چينايي  شرکت سره لاسليک شو .  ددغه واټ  دجوړولو  تر څنګ ، چينايي شرکت دسالنګ  دلوى لارې داساسي  ترميم په موخه هم يولړ ژمنې  لري .  ددغې پروژې  کار به چې دنړيوال بانک له خوا تمويليږي  ديوې مياشتې په دننه کې په عملي توګه پيل شي .
دپلخمري _ باميانو سړک دجوړولو لپاره پروګرام جوړول ښيي چې دافغانستان دولت دهېواد دانډوليزې ودې په نسبت  په خپلې ژمنې ولاړ دى  په تيره بيا دهغو مرکزي ولايتونو اقتصادي اوټولنيزې ودې لپاره په هېواد کې کم انکشاف  موندلي ولايتونه بلل کيږي ، لومړيتوب ورکوي او له شک پرته ددغو پروژو دکار پيل به دنظام په نسبت دخلکو باور او اعتماد زيات کړي خو دلته خبره دساحتماني  شرکتونو دکړنو او په  هېواد کې دواټونو دکيفيت په باب ده .
له بده مرغه  په هېواد کې دلارو او واټونو دکيفيت مسئله تل  له پوښتنو او انديښنو سره يوځاى ده دغه مسئله دواټونو په جوړولو کې کمه رعايت شوې ده او کمه څارل شوې ده .
دغه بهير تر يوې اندازې پورې  دانديښنې سبب دى چې هيوادوالوپه شوخۍ سره دزياترو واټونو نومونه يوځل مصرف ايښي دي .
په دې وروستيو وختو کې يوخبر خپور شو چې دننګرهار والي  ددغه ولايت په يوه ولسوالۍ کې دوه تنه انجنيران او يو سيمه ئيز مسوول ديوه پله په جوړولو  کې دبې کيفيت کار په دليل  ونيول .
نو لازمه ده چې دفوايد عامې وزارت ، له اداري فساد سره دمبارزې دادارې او دلوى څارنوالى په ګډون دولتي بنسټونه دقراردادونو داجرا کولو دڅرنګوالي او کيفيت مسئله په معياري  ډول په پام کې ونيسي او په هغو جدي  څارنه ولري .
يو زيات شمير بهرنيو شرکتونو زياتې هلې ځلې  او  سرغړونې وکړې نو لازمه ده چې په حقوقي  لحاظ  ددغو شرکتونو په کاري ظرفيت او امکاناتو هم تمرکز ولرو .   له بلې خوا دپلخمري _ باميانو سړک او دسالنګ  دلوى لارې  دجوړولو دپروژې دکار پيل ديوې مياشتې په دننه کې پلان  شوى دى  په دې موده کې به ددغو سيمو  اقليمي حالت  په نامناسب  ډول بدلون ومومي ولې دهغو داقليمي حالت په نسبت پاملرنه نه ده شوې ؟
  په هرحال زموږ هيوادوال په تيره بيا دمرکزي ولايتونو اوسيدونکي ددغې پروژې دکار پيل نيک فال بولي خو دهغې په کيفيت اولازمې څارنې ټينګار کوي .
  ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته