سیاست

قومي مشران: د پراختيايي شوراګانو مشران دې خپلې چارې لا ګړندۍ کړي

ښرنه باختر د مرغومې ۳ مه
د پکتيکا ولايت قومي مشران او مدني ټولنې وايي چې د ولسي تړون په ملي پروګرام کې دې د پراختيايي شوراګانو مشران خپلې چارې لا ګړندۍ کړئ ،څو د ولسي خلکو ښه استازيتوب وکړي او ياد پروګرام په سم ډول پلی شي.
قومي مشر وکيل حاجي ظاهرشاه  د باختر اژانس له سيمه ييز خبريال سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د ولسي تړون ملي پروګرام کې دې د پراختيايي شوراګانو ټاکنې يو ځل بيا تر سره شي او په ځینو شوراګانو کې دې د اصلاح په موخه ادلون بدلون هم راشي څو د شورا ګانو واګي د وړ کسانو په لاس کې شي.
ده وويل: د ولسي تړون ملي پروګرام چې په نږدې ورځو کې به د پکتيکا په مرکز او يو شمېرولسواليو کې کارونه پيل شي، يو منظم پروګرام دی او خلک ورته زياتې هيلې لري.
سرچينې وويل چې حکومت دې د ملي پيوستون پخوانۍ شوراګانې لغوه کړي او په ځای دې نورې نوې شوراګانې جوړې کړي ، څو د ښاري او ولسي خلکو ټولې اړتياوې درک او ټولګټو کارونو ته لومړيتوب ورکړي.
د ځوانانو د پارلمان استازي بريالي جبارخېل وويل بيا وویل چې د دغه ولایت ټول اوسېدونکي د ولسي تړون پروګرام ملاتړي دي او له حکومت څخه د پراختيايي شورا ګانو د بيا ټاکنو غوښتنه کوي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته