سیاست

جمهوررئیس غني د نړیوال بانک له مرستیالې سره وکتل

کابل_باختر د زمري د مياشتې٢٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د جنوبي اسیا په چارو کې د نړیوال بانک له مرستیالې مېرمن انیتي ډیکسون سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، جمهور رئیس په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د نړیوال بانک له مرستو څخه مننه وکړه ويې ویل، د ملي یووالي حکومت په ټولو برخو کې اصلاحاتو ته ژمن دی او په عدلي او قضایي ارګانونو کې اصلاحات رامنځته شوي او په ټولو ارګانونوکې هم جریان لري.
جمهور رئیس د سیمه ییز اتصال په برخه کې د افغانستان حکومت کوښښونو ته په اشارې وویل، د کندز او مزار شریف ترمنځ د اورګاډي کرښې په جوړولو سره به چین او ایران د افغانستان له لارې سره وصل شي. 
هغه زیاته کړه، د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پراختیا به د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي او همدارنګه د کانونو د را اېستلو په برخه کې هم اصلاحات جریان لري.
د هېواد جمهور رئیس وویل، افغانستان د اوبو د مدیریت په برخه کې زیاتې برنامې لري چې په تطبیق سره به یې کرنه وده وکړي او د برېښنا انرژۍ د تولید په برخه کې به زیات ګامونه واخیستل شي.
د جنوبي اسیا په چارو کې د نړیوال بانک مرستیالې مېرمن انیتي ډیکسون د اصلاحاتو او له اداري فساد سره د مبارزې او په بېلابېلو دولتي کچو د نوي نسل د استخدام په برخو کې د افغانستان د حکومت کوښښونه وستایل.
نوموړې له افغانستان سره د نړیوال بانک د اقتصادي او انکشافي مرستو د ادامې ډاډ ورکړ ويې ویل، د جنوبي اسیا هېوادونه به له افغانستان سره د ترانزیتي او سوداګریزو اړیکو لا پراختیا ته وهڅوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته