فرهنګ

امنيتي تدبيرونه ونيول شول

کابل  باختردکب  دمياشتې  ٢١ :
دبغلان ولايت سيمه ييز مقامات د نوروز جشن د نمانځلو په درشل کې د پراخو امنيتي تدبيرونو د نيولو خبرورکړ.
د امنيتي مسوولينو د څرگندونوله مخې: د نوروز او دګل سرخ د ميلې د برخه والو د امنيت دتامينولو په خاطر، د بلخ ولايت ته په غځيدلو لاروکې امنيتي پوستې  جوړشوې دي.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمرسمونوال محمدصادق مرادي  باختر آژانس ته وويل: د پلخمري – کندز او ايبکو  _ پلخمري په لويو لاره کې د پلټنې دسيمو  او امنيتي پوستو جوړول  د دښمن د احتمالي تحرکاتو د مخنيوي په خاطر دى.
مرادي زياته کړه: دښار د ښکلي کولو په خاطر، د ښار په دروازو کې د شعارونو د درولو کار هم دوام لري.
د امنيت آمر وويل: ددغه ولايت د عامې روغتيا رياست هم ګرځنده روغتيايي ټيمونه جوړ کړي دي او د روغتيايي کلينيکونو نوکريوالانو ته يې لارښونه کړې ده چې  ٢٤ ساعته خدمت ته چمتو و اوسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته