فرهنګ

ځوانان بايد دلاسي صنايعو په وده کې ونډه واخلي .

کابل باختر د غبرګولي نولسمه :
دلاسي صنياعو  دپرمختيا کميټه  په جوزجان ولايت کې پرانستل شوه .
دغه کميټه د نندارتونونو  دجوړولو  ، ښځو ته دکار دزمينو دبرابرولو او دلاسي صنايعو  دودې په مقصد جوړ ه شوې ده .
دجوزجان ولايت  دمدني ټولنې  دمرکز مسوول  سيد رسول سادات د باختراژانس خبريال ته وويل: په دې کميټه کې  څلويښت تنه ښځې په کار بوختې دي او دخياطۍ ،  جاکټ اوبدلو، مرى ګنډلو  ، قرص ګندلو او ګلدوزي  په برخو کې فعاليت کوي .
دجوزجان ولايت يوشمير ښځو په دې وروستيو  وختوکې دافغانانو د لاسي صنايعو دډب له امله انديښنه څرګنده کړې ده او ددغه ولايت له اوسيدونکو څخه غواړي چې له خپلو وطني محصولاتو څخه استفاده وکړي .
په همدې حال کې دمدني  ټولنې دعمومي مرکز مسوول له ځوانانو څخه غوښتنه کوي چې په دې کميټه کې په خپل شموليت سره دلاسي صنايعو په توليدولو  او دکورنيو او هېواد په اقتصادي وده کې  خپله ونډه  واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته